متقي پاکستاني پلاوي ته: یو د بل پر خلاف باید بیانونه ورنه کړو

متقي پاکستاني پلاوي ته: یو د بل پر خلاف باید بیانونه ورنه کړو


  • 1 کال دمخه (22/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 508

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي مسائل باید د مشترکو کمېټو له لارې حل شي او یو د بل پر خلاف د بیانونو له ورکولو ډډه وشي.

نوموړي تېره ورځ (د وږي ۳۰مه) د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد اصف دراني سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید ستونزې لویې نه شي.

امیرخان متقي په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د ګاونډیو او سیمو هېوادونو پر وړاندې اسلامي امارت د غوره ډیپلوماتیکو اړیکو پالیسي لري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د چمن بولدک له مسافرو سره د چلند، د سبزیجاتو او مېوو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، او د افغان سوداګرو د ټرانزیټي مالونو په اړه خبرې کړې دي

په همدې حال کې پاکستاني لوري ویلي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ او دغه راز او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لویو لارو کې رامنځته شویو ستونزو ته به یوه حل لاره را وباسي.

نوموړي ویلي، پاکستان له افغانستان سره هر ډول همکاري ته چمتو دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو د ورکړې لړۍ بیا پیلوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د سرپرست حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.