وېسټ د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چارواکو سره کتلي

وېسټ د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چارواکو سره کتلي


  • 1 کال دمخه (22/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 576

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د افغان نجونو د حقونو او دغه راز په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چارواکو سره کتلي دي.

نوموړي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د ۷۸یمې غونډې په څنډه کې یې د پاکستان، ناروې او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو، د ژغورن کمېټې له مشر او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره کتلي دي.

نوموړي په دې لیدنو کې په افغانستان کې زده کړو او کار ته د مېرمنو پر لاسرسي او د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

دا لیدنې په داسې حال کې کېږي، چې سرپرست حکومت وايي، په کور دننه د ښځو د زده کړو او کار په اړه لګېدلي بندیزونه دایمي نه دي، بلکې د یو ځانګړي چوکاټ له جوړېدو وروسته به ټولو ته د کار او زده کو زمینه برابره شي.