محمد بن سلمان: له اسرایئل سره عادي اړیکو ته نږدې شوي یوو

محمد بن سلمان: له اسرایئل سره عادي اړیکو ته نږدې شوي یوو


  • 1 کال دمخه (22/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 567

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي چې له اسرایئلو سره د عادي اړیکو پیل ته نژدي شوې دي.

وروسته تر هغې چې په دې اړه یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل، دا لومړی ځل دی چې د سعودي ولیعهد له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه دا ډول څرګندونې کوي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د فلسطین د مسئلې حل له اسرائیلو سره د روغې جوړې مهمه برخه ده.

هغه ویلي، د سعودي عربستان لپاره فلسطین مهمه مسله ده او اړتیا ده چې دا ستونزه نوره حل شي.

د سلمان په خبره، تر اوسه په دې برخه کې خبرې په ښه ډول روانې دي.

هغه له ایران سره د اړیکو په اړه هم څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې که ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، نو په کار ده چې سعودي عربستان هم دا ډول وسلې ولري.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ ډېری وخت د نښتو راپورونه ورکول کېږي، خو دا چې د اسرائیلو او سعودي د اړیکو عادي کېدل به د فلسطینیانو لپاره ژوند اسانه کړي، که نه؟ هغه پوښتنه ده چې راتلونکي کې به ځواب شي.