د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په افغانستان کې هر ډول بدلون او بې ثباتي د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر امنیت تاثیر کوي.
د ایران د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوېه خبرپاڼه کې راغلي چې امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان له مشر حسین ابراهیم طه سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د افغانستان پر وروستي وضعیت هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په ځلوونو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې، خو سرپرست تل ویلي، چې حکومت یې پراخ بنسټه دی.