د اسرائیلو لومړی وزیر: له سعودي سره مو اړیکې د عادي کېدو په حال کې دي

د اسرائیلو لومړی وزیر: له سعودي سره مو اړیکې د عادي کېدو په حال کې دي


  • 1 کال دمخه (23/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 559

د اسرایئلو لومړی وزیر وايي، له سعودي عربستان سره یې اړیکې عادي حالت ته راوانې دي.

بنیامین نتنیاهو تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوله د یو نوي منځني ختیځ د رامنځته کېدو سبب کېږي.

د نتنیاهو په خبره، د سعودي او اسرائیلو ترمنځ سوله به عرب هېوادونه وهڅوي چې له اسرائیلو سره خپل روابط عادي کړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه د سعودي عربستان ولیعهد هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې هېواد یې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کېدو په درشل کې دی.

نوموړي ویلي، د دې روغي مهمه برخه فلسطین دی او دوی غواړي چې د فلسطین مسئلې ته یوه ښه حل لاره ولټوي.