د کډوالو چارو وزارت وایي، له پاکستانه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې کابو یو زرو شپږ سوه افغان کډوال تېره ورځ د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي او ځینې نور بیا په جبري توګه له دغه هېواده شړل شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه کډوال د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان دفتر ته هم پېژندل شوي دي.
په تېرو اوونیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دریځي زیاته کړې او ټینګار یې کړی، چې ناقانونه کډوال له دغه هېواده باسي.