جرمني خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو خبرداری ورکړی

جرمني خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو خبرداری ورکړی


  • 1 کال دمخه (24/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 535

جرمني په افغانستان کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره له دې هېواده ځانونه وباسي. 

یاد هېواد په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښه څرګنده کړې ده.  

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې جنایتکارې ډلې د خپلو بریدونو او تښتونو لپاره بهرنیان په نښه کوي او په افغانستان کې هېڅ خوندي ځای نه شته. 

دغه وزارت له خپلو اتباعو غوښتي، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي ځکه له دغه هېواده د وتلو شرایط ستونزمن دي.  

جرمني خپلو اتباعو ته ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا جدي دی او د دغه هېواد اتباع لا له وړاندې له دې وضعیت څخه اغېزمن شوي دي.  

جرمني داسې مهال خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو خبرداری ورکوي، چې اوسنی حکومت وايي په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی او هیچاته ګواښ نه شته.