عقلي او رواني ناروغتیا څه ته وایي؟

عقلي او رواني ناروغتیا څه ته وایي؟


  • 1 کال دمخه (25/09/2023)
  • ډاکټر کامران وزیري
  • 765

زموږ ټول کړه وړه او سلوک، فکرونه او احساسات د مغزو د کنترول او اغيز لاندې دي او په ټوله کې دا ټول څيزونه زموږ د روان(راوني حالت یا د ذهن)څرګندوي کوي او ورسره سيخه او پرلپسې اړيکه لري. دا فزيکي ناروغتيا نه ده مانا دا چې د مغزو په فزيکي جوړښت يا بڼه کې کوم بدلون نه تر سترګو کيږي خو بیا هم مغزه اغیزمن شوي وي او په پورتنيو دری واړو څیزونو خپل منفي اغيز لري او په دې برخو کې د ځينو ستوونځو لامل کيږي چې ورته رواني ناروغتيا ویل کیږي. د رواني ناروغتیا د تشخیص لپاره کومې ځانګړې معاینې یا ارزونې لکه د وینې معاینه یا داسې نورې نشته او تر ډیره کچه د انسان د خپل ځان په هکله خپل فکر  پورې او هم د تیرو تجربو یا اخیستنو پورې او هم د نږدې خپلوانو یا ملګرو زموږ په هکله په پورتنیو دری واړو اړخونو کې د هغوی د فکر او څرګندونو پورې تړلی وي. 

روغ او جوړ رواني حالت د نورمال فکر، احساس او کړنو لامل وي او دا بیا په خپل وار په ژوند کې د ستونځو سره د مقاومت، انساني اړیکو د پاللو او د سمو تصمیمونو په نيولو کې څرګند رول لري. روغ انسان او بیا روغ انسانان مانا روغه ټولنه.