سوداګرۍ وزارت: روان کال د ۷۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

سوداګرۍ وزارت: روان کال د ۷۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي


  • 1 کال دمخه (25/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 573

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر لمریز کال د شپږو میاشتو په پرتله د صادراتو کچه لږ راټيټه شوې ده. 

د دغه وزارت ویاند زیاته کړې چې د کال له پيله تر دې دمه بهر ته د ۷۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د یاد وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې پاکستان د ۳۷۹ میلیونه ډالرو په ارزښت، هند ته د ۲۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت، قزاقزستان د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، متحده عربي اماراتو ته د ۱۸ میلیونه ډالرو او چین ته د ۱۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا پر دې باور ده، چې د بندرونو تړل کېدل او بهر ته د ډبرو سکرو د صادراتو کمښت، د هېواد په صادراتو کې د کموالي لامل شوی دی