د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د یو ځایي بڼوال د انځرو ۱۵۰ حاصل ورکوونکې ونې پرې کړې دي.
ځایي سرچینې وایي، دغه ونې د شمس الله په نوم د یو ځایي بڼوال وې، چې تېره شپه ( د تلې ۲مه) د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «ښاد کلي» کې پرې شوې دي.
بلخوا بيا زابل کې ځايي چارواکي خبر ورکوي، چې د انځرو یادې ونې د شخصي دښمنۍ په پایله کې پرې شوې دي.
دوی زیاتوي، چې په دې تړاو یې پلټنې پېل کړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې شنې ونې له منځه یوسي.
ياده دې وي چې تردې وړاندې هم زابل کې ورته پېښې رامنځته شوي، خو د ځايي چارواکو په خبره چې هغه مهال هم شنه باغونه د شخصي دښمنیو له امله پرې شوي وو.