د متقي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته په سفر ولاړ

د متقي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته په سفر ولاړ


  • 1 کال دمخه (25/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 638

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی د روسیې په رسمي بلنه مسکو ته په سفر تللی دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې امیر خان متقي به دوه ورځې مسکو کې پاتې شي او بیا به د مسکو د فارمټ ناستې لپاره کازان ته لاړ شي.

دغه ناسته د جمعې په ورځ د (تلې په ۷مه) په روسیه کې د لسو هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره کېږي. 

تمه کېږي، چې په دغې ناسته کې به د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغېزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان استازي ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو موضوع د دغې غونډې د اجنډا د سر موضوع ده.

د ښاغلي کابلوف زیاته کړې، چې لا تر اوسه د داسې حکومت د جوړېدو په تړاو هېڅ پرمختګ نه تر سترګو کېږي. 

باید یاده شي، چې د مسکو فارمټ په تېرې ناسته کې د سرپرست حکومت استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.