فاریاب کې ماین چاودنې دوه شپانه وژلي

فاریاب کې ماین چاودنې دوه شپانه وژلي


  • 7 مياشتي دمخه (26/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 438

د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه شپانه وژل شوي دي. 

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شمس‌ الله محمدي ویلي، چې دا پېښه بېګاه شپه (د تلې ۳مه)رامنځته شوې ده.  

د نوموړي په وینا، چاودنه د ګرزېوان ولسوالۍ په «منطقه غلبیان» سیمه کې شوې چې له امله یې د حاجي‌ مراد او ګل‌ محمد په نومونو، ۱۷کلن او ۱۲کلن شپانه وژل شوي دي. 

محمدي زیاته کړې، یادو شپنو پر یوه ناچاودي ماین لوبې کولې، چې چاودنه یې پرې کړې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.  

دغه ناچاودی ماین له تېرو جګړو راهیسې یاده سیمه کې پاتې و. 

له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ورته پېښې رامنځته شوې وې.