د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان کال نړيوال جام سياليو لپاره د هند کېرالا ایالت ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې افغان لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ د نړيوال جام لپاره خپله لومړۍ تمریناتي لوبه له جنوبي افريقا سره وکړي.
دويمه تمریناتي لوبه يې له سریلانکا سره ده.
د کرکټ نړیوالې شورا "ای سي سي" له خوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د نړیوال جام لوبې به د اکټوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې پیل شي.
د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو تر منځ دا سیالۍ به د نومبر میاشتې تر ۱۹مې نېټې روانې وي.
د مهال وېش له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۷مه له بنګله دېش سره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د یو ورځنیو سیالیو راتلونکي نړیوال جام لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ هم اعلان کړی، چې په کې لږ تر لږه درې چټک توپ اچوونکي هم غوره شوي دي.