پاکو اوبو ته د خلکو نه لاس‌رسی؛ سور صلیب: اندېښمن یوو

پاکو اوبو ته د خلکو نه لاس‌رسی؛ سور صلیب: اندېښمن یوو


  • 1 کال دمخه (26/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 564

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یادې ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کبله د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د سره صلیب د معلوماتو له مخې، اوږدې جګړې، د اقلیم د بدلون د اغیزو سره یوځای په هېواد کې د اوبو د کمښت بحران رامنځته کړی دی.

سره صیلب ویلي، دا تریخ حقیقت نه یوازې د خلکو لومړني اړتیاوې اغیزمنوي؛ بلکې روغتیا هم ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د هېواد د مرکز کابل په شمول، په ګڼ شمېر ولایتونو کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ډېری وخت یې په بیه اخلي.