د یوناما مشره: افغان ښځو سره اوسنی چلند هیچاته د منلو نه دی

د یوناما مشره: افغان ښځو سره اوسنی چلند هیچاته د منلو نه دی


  • 1 کال دمخه (27/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 550

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت چال چلند نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دی.

روزا اتونبایوا تېره ورځ (د تلې ۴مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل وړاندې کړي راپور کې ویلي، چې د سرپرست حکومت هغه کړنې چې ښځې په کې له پامه غورځول کېږي، د زغملو نه دي.

هغې په خپل دغه راپور کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې یې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړولو او دغه راز د داسې نظام رامنځته کولو لپاره هڅې کړې، چې د ټولو انسانانو حقونو ته په کې درناوی موجود وي. 

اوتونبایوا له افغانستان سره د کېدونکو بشري مرستو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر تېرې اوونۍ پورې یې د غوښتل شویو ۳.۲ میلیاردو ډالرو څخه ۸۷۲ میلیونه ډالر راټول کړي دي.

د هغې په خبره، یو شمېر مرستندویه بنسټونه د بودجې د کمښت له کبله لا له وړاندې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. 

یادې ناستې ته په ملګرو ملتونو کې د ښځو برخې اجرائیه رییسې سیما بحوث ویلي، چې افغان مېرمنې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د مخامخ خبرو غوښتنه لري.

د یادونې وړ ده چې لاهم سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.