په عراق کې د واده په مراسمو کې اور لګېدنه رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې د ناوې او د واده د زوم په ګډون ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
د ایران دولتي رسنۍ « نینا» ویلي، چې یاده اورلګېدنه د اور لوبو وسایلو له کبله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، پېښه تېره شپه د شمالي ولایت د نینوي ښار په حمدانیه سیمه کې رامنځته شوې.
په ورته مهال د عراق لومړي وزیر د دې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او چارواکو ته یې له قربانیانو سره مرستې سپارښتنه کړې ده.
لاهم د یادې پېښې له کبله د رامنځته شویو تلفاتو کچه وروستۍ نه ده.