د افغانستان د ووشو لوبغاړي خالد هوتک تېره ورځ د چین اسیايي سیالیو په منځلوبه کې خپل هندي سیال سورج یادو ته ماتې ورکړه.
نوموړي په لومړی پړوا کې خپل سیال ناک اوټ کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.
هوتک به په نیمه پای لوبه کې نن له خپل چینايي یا ازبکستاني سیال سره لوبه وکړي.
تر دې وړاندې د ووشو بل لوبغاړي نصرت الله حبیبي هم د خپل تایلنډي سیال په ماتوولو سره نیمه پای لوبې ته لار موندلې وه.
د یادونې ده چې په دغو سیالیو کې له سلو ډېرو افغان لوبغاړو برخه اخیستې، چې تر اوسه یې دوه تنو برونزو مډالونه ګټلي دي.