د عراق له زندانونو څخه ۲۵ افغان بندیان خوشې شوي

د عراق له زندانونو څخه ۲۵ افغان بندیان خوشې شوي


  • 1 کال دمخه (28/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 570

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یاد بندیان په بغداد کې د دوی سفارت په هلو ځلو ازاد شوي دي.

د هغه په خبره، د غه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیول شوي وو. 

بلخي زیاته کړې، دوی د خپلو وګړو له حقونو څخه دفاع خپله وجیبه بولي او په ټولو هېوادونو کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې هم ګڼ شمېر افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیول شوي دي.

تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هم له یادو هېوادونو غوښتي وو، چې د افغانانو له نیولو لاس واخلي.