د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یو ډاډسن موټر چپه شوی، چې په کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي، چې دا پېښه نن پنجشنبه ( د تلې ۶مه)د یادې ولسوالۍ «کنډۍ په پانډونو» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د چپې درې ولسوالۍ مرستیال سیدالرحیم مهاجر ویلي، چې په دې پېښه کې پنځه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.
هغه ویلي، چې دا ټول د یوې کورنۍ غړي او له کونړه نورستان ولایت ته د ښادۍ په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو.
ماجر په ټپيانو کې د دوو ښځو روغتیایي وضعیت نازک ښودلی.
که څه هم د چپې درې مرستیال د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛خو د وروستیو ټرافیکي پېښو لاملونه د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې.