بلوچستان کې خونړی برید؛ کاکړ: یو ترهګر هم ژوندی نه پرېږدم

بلوچستان کې خونړی برید؛ کاکړ: یو ترهګر هم ژوندی نه پرېږدم


  • 1 کال دمخه (30/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 609

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ بلوچستان کې پرونی برید په سختو ټکو غندلی دی.  

کاکړ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پروني برید د نورو پېښو ټپونه تازه کړي دي. 

نوموړی چې دمګړۍ په سعودي کې دی، ټينګار کوي، چې د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو پورې به د ترهګرۍ پرضد د پاکستان جګړه روانه وي. 

د راپورونو له مخې، په پروني برید کې، چې یوه جومات ته څېرمه وشو، په ترڅ کې یې ۵۲ تنه وژل شوي او له اویاوو ‌‌‌‌‌‌ډېر نور ژوبل دي. 

دغه کسان د میلاد النبي د نمانځغونډې لپاره د یوه جومات څنګ ته راغونډ شوي وو.   

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر زبیر احمد خبریالانو ته ویلي، چې د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوي؛ خو هغه زیاته کړې، چې اټکل کوي دا به یو ځانمرګی برید و. 

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. 

خو بل لورته بیا د پاکستاني طالبانو تحریک لا وار د مخه په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.