د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر، حسن کاظمي قمي ویلي، چې مسکو فارمټ کې یې د امریکا ورانوونکې ونډې ته په اشارې پر سیمه ییزو نوښتونو او د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړېدو خبرې کړي دي.
ښاغلي قمي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د غونډې ګډنوالو په یوه خوله منلې، چې افغانستان کې به د امریکا د بیا ښکېلتیا مخه نیسي او د تېر شل کلن اشغال له امله د رامنځته شویو زیانونو مسوولیت به مني.
په کابل کې د ایران سفیر ویلي، د مسکو فارمټ غونډه کې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د افغانستان حکومت مبارزې ستاینه شوې او ټینګار شوی، چې د افغانستان خلکو او سمیې هېوادونو ستونزو ته دې ځواب وویل شي.