ننګرهار کې له پاکستانه راړول شوي ۶۰۰ کیلوګرامه لینونه نیول شوي

ننګرهار کې له پاکستانه راړول شوي ۶۰۰ کیلوګرامه لینونه نیول شوي


  • 1 کال دمخه (30/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 527

ماليې وزارت وايي، د ننګرهار په ګمرک کې یې په چاودېدونکو توکو کې کارېدونکي څه باندې شپږ سوه کیلوګرامه «ثانیه‌سوز» لینونه، چې له پاکستانه راوړل شوي وو، نیولي دي. 

د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،  دغه لینونه چې «د مومند سرحدي شرکت اړوند په دوو سوداګریزو محمولو کې» راوړل شوي وو، د ننګرهار ګمرک د تشریح او بررسۍ برخې کارکوونکو نیولي دي.

سرچینه زياتوي، دغه ۱۶۰ بستې لینونه چې ټوليز وزن يې ۶۰۹.۶ کيلوګرامه کېږي؛ له پاکستانه راوارد شوي دي.

د سرچينې معلوماتو له مخې، له دغو لینونو سره په تړاو یو کس هم نیول شوی او اړوند ارګانونو ته معرفي شوی دی.