سیمه ییزې سرچینې وایي، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې یو کس د بېلچې په ګوزارونو سره وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، دا پېښه د تېرې جمعې په شپه ( د تلې ۷مه) د زرنج ښار اړوند په «معصوم» اباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سرچینې په خبره، وژل شوی کس غلام رسول نومېده او ۵۰ کاله عمر یې درلود.
تر اوسه د دې پېښې علت او انګېزه روښانه نه ده.
د نیمروز ځایي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې هم یو کس د ناڅرګندو موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوی دی.
په وروستیو کې هېواد کې دا ډول پېښې زیاتې شوې چې ډېر کله یې لامل شخصي دښمني بلل کېږي.