تر کابل او خوست وروسته؛ فراه کې هم یوه مېرمن له کورني بنده خلاصه شوه

تر کابل او خوست وروسته؛ فراه کې هم یوه مېرمن له کورني بنده خلاصه شوه


  • 1 کال دمخه (02/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 455

ځایي امنیتي مسؤلین وایي، چې په فراه ولایت کې یې هغه مېرمن ژغورلې چې د تره زامنو له لوري لس کاله په بند کې ساتل شوې وه، خو کورنۍ یې وایي چې رواني تکلیف یې درلود.    

د فراه د امنیه قوماندانۍ مسولینو رسنیو ته ویلي، چې دغه مېرمن نوربي‌بي نومېږي او د فراه ښار په مرکز کوکشیب کلي کې ژغورل شوې ده. 

د امنیه قوماندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وایي، چې په دې تړاو یې د هغې څلور د تره زامن نیولي او ژغورل شوې مېرمن یې روغتون ته انتقال کړې ده.

د یادونې ده، چې درې ورځې مخکې په خوست ولایت کې یوه مېرمن د خپل پخواني خاوند له لورې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په یوه خونه کې ساتل کېده چې امنیتي کسانو ژغورلې وه او له هغې وړاندې په کابل کې یوه مېرمن د وروڼو له ۲۵ کلن بند څخه هم را خلاصه شوې وه.