مبارکه شپه

مبارکه شپه


  • 9 مياشتي دمخه (02/10/2023)
  • باز محمد عابد
  • 825

په ټوله هفته كې مو د جمعې شپې ته سترگې په لار وي. په زړه كې كرو او ريبو كه څوك وطندار راپيښ شي او پروگرام ته مو بوځي. خو زموږ د خوارانو دومره تالې چېرته دي چې څوك مو پوښتنه وكړي. اوس خو خلك په نوم پسې گرځي، خو بيا هم د جمعې شپې ته انتظار باسو په تېره بيا د مني په شپو ورځوكې چې د ودونو سيزن وي. خو مجال شته كه څوك مو پوښتنه قدرې هم كوي.

تېره شپه تر ناوخته په دېره كې ناست وم او سازيان مې چې خامه خوله هلكان دي، هم له ځانه سره ايسار كړي وو. په زړه مې خوړلې وه چې نن شپه به هرو مرو خداى څوك راپېښوي او پروگرام ته به مو بوځي. او دا ځكه چې په سراى كې چې څومره سازنده گان وو، ګردسره خلكو پروگرامونو ته بوتلي وو. څو وارې طبله چي او ربابي كورونو ته د تلو تكل وکړ، خو په څه نه څه بانه به مې ايسارول، چې په دې كې دوه تنه ځوانان په سراى را ننوتل او داسې يې وويل:

_ استاذه، دا ستا په خوا كې دېره ولې بنده ده؟

_ هغوى خو چېرته پروگرام ته تللي دي.

_ دا خو ښه نه دي شوي، موږ ورپسې له كوم ځايه راغلو او دوى نه شته. دا به څنگه شي، هلته په حجره كې ياران راټول شوي دي او د پروگرام غوښتنه كوي، له تاسې سره به وخت نه وي؟

_ ولې نه باداره، تاسې امر وكړئ، چا پسې چې تاسو راغلي ياستئ هغوى ته هم زما شاگردان دي. زه ستا سو خدمت کې یم باداره! د واده پروگرام دى؟

_ هو، د واده پروگرام دى، خو واده نن شپه نه دى. څو كسه ياران راټول شوي او پروگرام را نه غواړي. كه خوښه دې وي دا طبله چي او ربابي را سره كړه، د سندرو لپاره موږ سره شوقي شته دى.

په زرو روپو مې ورسره خبره جوړه كړه، د ميدان اسره مې هم په زړه كې وغوړېده، باجه مې غاړې ته واچوله او له ځوانانو سره په تكسي كې سواره شوو. په لږه شېبه كې د پروگرام ځاى ته ورسېدو، سرمست ځوانان راټول شوي وو، ټوكې ټكالې يې كولې، كوټه د چرسو لوگو په سر اخيستې وه، زموږ په ليدو ځوانانو د " بري" اوازونه پورته كړل. له واره سره مو ساز سُر كړ، په غټه ږيره يو ځوان د ډلې له منځ نه را مخې ته شو او باجې ته كيناست. په سُر او لى نه پوهېده، خو ټوله شپه يې د زړه بړاس وايسته. زما نظر د يارانو په جېبونو و، هسې كه به چا ترخ گرولو ته لاس اوچت كړو، نو زما په زړه كې به وگرځېدل چې يو څه خو به د سندرمار له سره تاو كړي، خو يارانو پوخ قسم خوړلى و چې سره پېسه به ډمانو ته نه وركوي. چا هم دا ځواني ونه كړه، شوقي ځوان تر هغې سندرې ويلې چې په كتابچه كې يې نوټ كړې سندرې خلاصې شوې. د سهار بانگونو ته به گنټه نيمه پاتې وه، چې د زرو روپو سره يې رخصت كړو او د دېرې مخه مو ونيوله. څو قدمه به لا تللي نه وو، چې د سرك له غاړې نه را باندې پوليسو غږ وكړ:

_ دې خوا راشئ ، د خداى بې لمازانو، له كومې خوا نه راغلئ؟

_ له دې نږدې كوڅې نه صاحبه، پروگرام ته تللي وو.

_ پروگرام ته تللي وو، دې خولې ته دې وگوره، ته نه شرمېږې چې په دې سپينه ږيره دې باجه غاړې ته اچولې ده او پى مخي هلكان دې ځان پسې كړي دي.

_ څه وكړو صاحبه، مجبوري ده، همدا مو كسب دى.

_ غلى شه! د مجبور بچيه، دا طبلې او باجې خو تاسې د شوشا لپاره گرځوئ، كار خو ستاسې دله توب دى، دله توب. څه پوه شوې، چې اوس دې تاڼې ته بوځم والله كه مو نه سر خلاص شي او نه پښې.

_ څه جرم خو مو نه دى كړى اولدار صاحب، اخير د يوې كلمې ورونه ياستو، له تاسې سره دا خبره ښه نه لگي.

_ غلى شه! د مسلمان بچيه، ته مسلماني پيژنې؟ د جمعې دا مباركه شپه وگوره او ستاسو ډمتوب وگوره، ټوله شپه دې په ډمتوب رڼه كړې ده په دې مرداره شکل چې اوده شې نو څنگه به د جمعې مونځ ته پاڅېږې، ته لا د مسلمانۍ خبرې كوې.

د جمعې مونځ پورې خو ډير وخت دى اولدار صاحب، ولې به نه پاڅېږو او كه رانه پاتې شو، نو خداى به مو پرې نيسي.

_ غلی شه، ډېره خوله مه وهه، او ته را دې خوا شه، دا سر دې څنكه په ځاى نه ودرېږي، لكه چې ټوله شپه دې د چرسو په زور بدلې ويلي دي. پټيبنده، ته دا ولټوه چې چرس خو به ورسره نه وي!؟

_ ولټوئ صاحبه، چرسي نه يم، خو لږ شان بې خوبه شوى يم.

پټيبند ورته وويل:

چرس ورسره نه شته اولدار صاحب، خو دوه شنه شنه لوټونه ورسره دي.

_ صرف دوه لوټونه نورې پيسې يې څه كړې؟ دې چوكره گانو سره خو به يې نه وي سمبال كړي؟ دا چوكره گان هم ولټوه.

_ نورې پيسې خو چا را نه كړې صاحبه، د واده شپه نه وه هسې پروگرام ته تللي وو.

_ زه خو په ځاى وايم چې هسې دله توب پسې راوتي استئ. مخکې خو مې درباندې شك كړى و خو اوس په يقين بدل شو، په تاسو باندې د فحاشئ پرچه كټ كوم چې درې څلور مياشتې په جيل كې تېرې كړئ، ايله به دماغ سرونو ته درشي.

_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، د ناحقو دعوې راباندې مه جوړوه. موږ غريب خلك يوو، مزدورئ پسې راوتي يوو.

_ زه به تاسې ته دا مزدوري وښيم. ډمان چې پروگرامونو ته ځي، نو په زرگونو روپۍ راټولوي. تاسو سره خو همدا دوه لوټونه دي، چې ستاسې په دله توب دلالت كوي. نورې پيسې مو څه كړې؟ شابه وښايه كه نه تاڼې ته نږدې شوي يوو او چې يو ځل مې تاڼې ته حواله كړئ، بيا نو زما له لاسه هيڅ نه كېږي، سيوا د دې نه چې پرچه درباندې كټ كړم. او دا دوه لوټونه بيا تاسې په تاڼه كې نه شي خلاصولى.

_ د خداى خاطر وكړه اولدار صاحب، موږڅه گناه كړې ده، چې هغه غر او دغه غر راته ولې، سمه خبره وكړه.

_ په سمه خبره تاسو پوهېږئ؟

- سمه خبره نو څنګه وي، كه دې لوټونو ته مو سترگې نيولي وي، نو دا درواخلئ او موږ پريږدئ چې په خپله مخه لاړ شوو.

_ پټيبنده، سړى خو لارې ته راغى. څنګه دې خوښه ده، كه تاڼې ته يې حواله كوو، نو ډير به په عذاب شي.

يره اولدار صاحب، زه خو وايم چې دا لوټونه به ترينه په دې خاطر واخلو چې بيا په داسې مباركه شپه ډمتوب ته زړه ښه نه كړي.

۱۱/۰۵/۲۰۰۰

 

پيښور، لالي باغ