تېره میاشت په خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زره افغان ماشومانو درملنه شوې

تېره میاشت په خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زره افغان ماشومانو درملنه شوې


  • 1 کال دمخه (03/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 467

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق  یوېسف وايي، په تېر اګست میاشت کې یې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۶۰ زرو ماشومانو درملنه کړې ده. 

یونیسېف په ورته وخت کې په شدیدې نس ناستې د ۸۷ زره نورو ماشومانو د اخته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سیمه‌ییزو ټولګیو له لارې یې له ۶۸۲ زرو زیاتو ماشومانو سره مرسته کړې، چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي. 

یونېسف همدارنګه ویلي، چې د ژمي په درشل کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۹۲ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا ده.