پاکستان کې تر نیول کېدو وروسته د څلورو افغانانو جسدونه موندل شوي

پاکستان کې تر نیول کېدو وروسته د څلورو افغانانو جسدونه موندل شوي


  • 1 کال دمخه (03/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 524

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستان پولیسو په تېرو دوو اونیو کې زر افغانان چې نیمایي یې قانوني اسناد هم لري، نیولي چې وروسته له دې ډلې د څلورو افغانانو مړي په روغتونو او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستاني چارواکو له پرله‌پسې ژمنو سره، سره په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول لا هم دوام لري. 

سرچینې لیکلي، په اسلام‌اباد او شاوخوا هغو سیمو کې چې افغانان په کې مېشت دي او ډېر یې قانوني اسناد لري پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د عملیاتو پر مهال زر افغان کډوال نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه ښار په باره کهو، ترنول، مهرآبادي، ګولړه شریف، شمس کالونی، سبزی منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، اي - یوولس او نورو سیمو کې زر تنه افغانان نیول شوي چې ۴۸۵ یې قانوني اسناد هم لري.