محمديار؛ ژمن خو هنرمند شاعر


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 1187

د روان پښتو ادبي بهير يوه غوره ځانګړنه دا ده، چې زموږ ګڼ شاعران تر ډېره بريده ټولنيز مسايل، چې د وطن او ولس دردونه په كې نغښتي په ساده، بې تكلفه خو هنري انداز انځوروي او پخپله بڼه كې دا هغه ډول شاعري ده، چې ډېر ژر د ولس زړه ته لاره كوي. دا زموږ د بهير هغه شمېر ويناوال دي، چې شعر ته د مينې، درد او ښكلا د يو ګډ تركيب په مينه ګوري او په همدې مينه له مينې او عاطفې څخه ډك انځورونه زموږ مخې ته ږدي. عبدالاحمد محمديار يو له همدغو شاعرانو څخه دى، چې په همدې مينې او باور شاعري كوي: (( ښكلا، مينه او درد، چې كله په يوه نقطه كې تقاطع كوي، زما په نظر همدغه د تقاطع نقطه د شعر د الهام سرچينه ده.))

ښاغلى عبدالاحمد محمديار زموږ د روان ادبي بهير، هغه عاطفي شاعر دى، چې د شعر د نوم له اوريدو سره د مينې، ښكلا او درد احساس كوي او دغسې يو بيان كه ډېر عادي هم وي، شعر يې بولي: (( درد، مينه او ښكلا، چې له انسان سره ملګرى اوسي، زه فكر كومه كه چېرته هغه عادي هم وغږېږي، د هغه عادي غږېدل هم زموږ لپاره شعر دى.))

پېژندنه

عبدالاحمد محمديار د ارواښاد محمد حسين زوى، په ۱۳۵۶ لمريز كال د كندهار ولايت، د ارغنداب ولسوالۍ، د چارباغ په كلي كې، چې د ارغنداب سيند پر غاړه پروت دى، زېږېدلى دى.

لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د خپلو دوو وفادارو ملګرو((لكړو)) په ملتيا د البېروني په لېسه كې ترسره كړې دي، خو د ژوند ناخوالو د لوړو زده كړو ارماني پاتې كړى: (( دولس كاله پرله پسې د جنګونو او انقلابونو په دوران كې په سړو او تودو ورځو شپو كې، پر لكړو باندې په دې ارمان ښوونځي ته ولاړم، چې ما ويل يو وخت لوړې زده كړې وكړم. هغه ارمان، چې زما كورنۍ پلار، مور او ورونو درلوده، چې زه به لوړې زده كړې كومه او يو وخت دغه ارمان زما په وجود كې هم قوي شو، خو له بده مرغه، چې له دولسم ټولګي تر فراغت وروسته، لكه هغه نهال، چې سړى يې په ډېر تكليف او زحمت روزي خو بلاخره، چې ثمر ته رسېږي، وچ شي، نو زه په يو داسې حالت كې يمه، چې كله كله دا اندېښنه راته پيداشي، لكه چې زه وچ شولم.))

محمديار يو كلن و، چې د ګوزڼ ناروغي ورپېښه شوه او دې ناروغۍ د پښو زور ترې واخيست او د سترګو ديد يې كمزورى كړ.

محمديار لا ډېر تنكى و، چې د شعر ښاپيرۍ پرې د مينې وزر خپور كړ. دى په يو داسې ماحول كې سترګې غړولې او رالوى شوى دى، چې له زوكړې سره يې سترګې په كتابونو خوږې شوې دي: (( زموږ د كورنۍ ماحول د كتابونو ماحول و، زما ارواښاد پلار د مطالعې څښتن و، هغه په ځانګړې توګه له شعر سره مينه درلوده او د كلاسيكو شاعرانو لكه د رحمان بابا او حميد بابا اثار زموږ په كور كې پراته وو، چې اوس هم راسره شته دي. دا كتابونه به زما پلار لوستل او كله كله به ما هم ځينې پاڼې وراړولې.))

په يو داسې ماحول كې د منظومو كتابونو لوستل، شعر ليكلو ته وهڅاوه: (( معمولا په افغانستان كې، چې كوم كوچنى سبق شروع كوي، د نورو ديني زده كړو ترڅنګ ځينې منظوم كتابونه لكه پنج كتاب، بوستان او ګلستان به ورته ويل كېږي، دغه كتابونه زما پلار راته ويل. زه فكر كوم دغه به سبب شوى وي، چې زه له شعره سره بلد شم.))

كه څه هم محمديار له ډېر وخت راهيسې شعر وايي او څوارلس كاله مخكې لومړى شعر يې په مطبوعاتو كې چاپ شوى دى، خو تراوسه د شعرونو كومه ځانګړې ټولګه يې نه ده چاپ شوې.

پر يو ښه شاعر سربېره، محمديار زموږ د بهير يو له ښو او پركاره ليكوالو څخه هم دى، ګڼې ليكنې يې، چې ادبي او څېړنيزې دي، په بيلابيلو خپرونو كې راغلي دي. كه چېرته يو شمېر مسلسله ليكنې يې راټولې شي نو دى به د دوه درې په زړه پورې اثارو څښتن وي.

محمديار اوس اوس په كندهار كې د بينوا فرهنګي ټولنې، چې د ښكلا په نامه يوه په زړه پورې هراړخيزه مهالنۍ لري او ۳۱ عنوانه بيلابيل كتابونه يې خپاره كړي دي، مشر دى.

شاعري

د محمديار شعر حماسي او تغزلي بڼه لري او دا ځكه، چې دى پخپل شعر كې مينه، درد او ښكلا رانغاړي: (( زه، چې د شعر نوم اورم، زه پخپل ذهن، زړه او اروا كې يو خوږ درد، مينه او ښكلا  احساس كوم.))

په كوم شعر كې، چې مينه، درد او ښكلا سره رانغښتل شوي وي، بې له شكه، چې حماسي جوش او تغزلي رنګ او خوند به لري. معصوم پښتون، چې د محمديار ډېر نږدې ملګرى پاتې شوى، تر نورو ځانګړنو د شعرونو حماسي بڼه يې ښه حس كړې ده: (( شعرونه يې ځانګړې حماسي بڼه لري. دى تر ډېره پورې پخپلو حماسي شعرونو كې د كندهار د پايلوچانو او د توندوتېزو خلكو خبرې كوي، چې يو وخت په كندهار كې داسې توند وتېز خلك و، يعنې مجموعا د ده د شعرونو يوه زياته خو ښه برخه همدا موضوع جوړوي او هغه حماسي وينا يې هم ډېره تونده تېزه وي او ورسره هماغسې تونده كندهاري لهجه هم كاروي.))

پښتون له خپلې دې خبرې سره په تړاو كې وړاندې د محمديار په شعرونو كې د وخت انځورونو ته هم تم شوى دى: (( په كوم وخت، كومه دوره او كوم ځاى كې، چې موږ قرار لرو، ښاغلى محمديار د شعر په ښكلې ژبه د ياد وخت او موقعيت انځور زموږ تر مخه ږدي.))

عبدالغفور ليوال، محمديار د كندهار د ادبي بهير يو استازى شاعر راپيژني او د هغه په شعر كې د ټولنيز اړخ د جوتوالي خبره كوي او وايي، چې شعرونه يې د خپل محيط د نورو شاعرانو په پرتله يو شمېر توپيرونه لري: (( لومړى توپير يې د هغه ډېر ټولنيزتوب او اجتماعي اړخ دى، چې تر نورو ډېر پياوړى دى. د ده په شعرونو كې د وطن درد، د ټولنيزو ستونزو موجوديت او انعكاس او له خپل چاپيريال سره يو داسې لېونۍ اورنۍ مينه، چې كله كله په شعر كې يو نوى هنري ارزښت رامنځته كولى شي.))

خو ليوال، وړاندې دا هم وايي، چې د محمديار شعر د هنر مالګه لري او له دې كبله هغه يو ژمن هنرمند شاعر بولي: (( د محمديار شاعري هنرمندانه ژمنه شاعري ده، هنرمندانه مې ځكه وويل، چې معمولا معتهده شاعري د هنر جوهر كم لري او تر ډېره د پيغام د رسولو شاعري وي. خو د محمديار شاعري يو څه توپير لري، يعنې د دې ترڅنګ، چې دى د خپل محيط او چاپيريال ستونزې پخپل شعر كې منعكسوي، ورسره هڅه كوي، چې په هنرمندانه ژبه يې ارايه كړي.))

دغو ځاګړتياوو ته په كتنې، ښاغلى ليوال د محمديار په شعر كې د اجتماعي ګډون د اصطلاح خبره هم كوي: (( دغه ځانګړتيا د دې سبب ګرځي، چې د ښاغلي محمديار په غزلو كې تر ډېره حده د اجتماعي ګډون اصطلاح، چې لا تراوسه زموږ په ادبياتو كې نه ده مطرح شوې، دا سړى وپېژني.))

دا هم د ښاغلي محمد يار يو شعر، چې پورته يادې ځانګړنې په كې ښه ترسترګو كېږي:

لاس

په غاړه كې، چې مسته جوړه لاس راواچوي

و زړه ته مې د مينې پوخ اساس راواچوي

رخصت چې ځينې غواړم زړه نازړه اجازه راكړي

له سترګو نه د اوښكو روڼ الماس راواچوي

شهلا ملالو سترګو نه يې اوري الهامونه

ميوند ميوند ټپې مې پر احساس راواچوي

ګاونډ كې مې مېشت شوې يو بد شكله تور شيطان دى

په كار كې مې د عشق شك و وسواس راواچوي

زه ناست ورته په ونه كې د خيال يم ښكلې ښكته

د وصل بلنليك به هلته پاس راواچوي

د محمديار شعرونه ډېر ساده او بې تكلفه دي او هره خبره يې خپله خبره ده. دى له هغو كم شمېر شاعرانو څخه دى، چې ژبه يې ډېره ځيږه او هره موضوع په جدي بڼه مطرح كوي.

احسان الله درمل، چې د محمديار په شعر كې ساده والى او بې تكلفي ډېره خوښوي وايي: (( محمديار صاحب لكه څنګه، چې پخپل عادي ژوند كې بې تكلفه دى، همدغسې په شعر كې هم بې تكلفه دى. هغه څوك په هنر كې كاميابېږي، چې ځان عادي معرفي كړي، هغه څوك چې په هنر كې ځان د پوهې او سړيتوب علمبردار راپېژني، د هغوى هنر ډېر په ګرانه زړونو ته لار كوي، خو هغه څوك، چې په شعر و هنر كې له عادي وګړو ځان پورته نه بولي د هغه شعر او ليكنه ډېر په اسانه زړونو ته پرېوځي.))

دى وړاندې د خپلې خبرې د اثبات لپاره د محمديار يو شعر د مثال په بڼه راوړي او وايي: (( د محمديار صاحب، يو ازاد شعر دى، چې د هغه په لومړنى بند كې لولو:

زه چې كله كله غاپم په دې ښار كې

كه چېرته همدغې مصرې ته پام وكړو، دې نتيجې ته رسېږو، چې دا خبره اقلا هغه څوك، چې ځان ته يو څه د شرافت او احترام لقبونه په زوره وركوي، هغه خلك دا خبره نه شي كولى. خو محمديار صاحب د دې لپاره، چې د خپلې ټولنې هغه منفي اړخونه وښيي، خپل ځان د ټولنې يو عادي غړى حسابوي او خاص د دوى رنګ اخلي:

زه چې كله كله غاپم په دې ښار كې

دا ځينو خلكو ته داسې برېښي، لكه زه يې چې د خولې هډوكى شپېلم. يعنې دى د ټولنې خلكو ته هم  په هغه سترګه ګوري، چې په دې شعر كې يې يادونه شوې ده. خو ځان هم ورسره داسې معرفي كوي، چې تر هغو ځان پورته نه ګڼي، يعنې ځان د ټولنې درد يا د همدې ټولنې يو محصول بولي.))

درمل وړاندې د محمديار په شعر كې د يوې موضوع د جدي طرح كولو خبره هم كوي: (( دى يو بل ځاى كې وايي، چې زه د نفرت او ناروا اړيكو يو حرامي نسل يم. دى داسې خبرې پخپل شعر كې ډېرې كوي، زه فكر كوم، چې اقلا د ده هنر زما زړه ته ډېره لاره كړې.))

په شعر كې تر ډېره د ټولنيزو مسايلو رانغاړل ښايي سياسي رنګ خپل كړي، خو د ښه شاعر كمال دا دى، چې همدغه مسايل په داسې بڼه په خپلو شعرونو كې راونغاړي، چې د شعريت او هنريت له پوړه راونه لوېږي. په تېره، چې ټولنيز مسايل په ډېر جدي بڼه په شعر كې انځور كړي. محمديار همدغسې يو شاعر دى او كله كله له همدې كبله د هغه شعر سياسي په نظر راځي خو نه سياست ځپلى، درمل ورته نظر لري او وايي، چې په جدي ډول په شعر كې د ټولنې د ژورو مسايلو رانغاړل، د محمديار شعر ته سياسي رنګ وركړى دى: (( تر ډېره د ده شعرونه سياسي دي، سياسي شعر موږ يوازې دې ته نه وايو، چې د سياست په خدمت كې وي، زما په نظر سياسي شعر هلته سياسي دى، چې كله د سياست په وړاندې ودرېږي. خو دا هم بايد ووايم، سياست ځپلى شعر بل څه دى، هغه داسې شعر دى، چې د سياست په خدمت كې وي. خو محمديار صاحب سياسي شعر ليكي او اكثر وخت د وطن او ټولنې حالات په ډېر خوندور او شديدو الفاظو كې رانغاړي. د ده په لفظونو كې دا شدت او شور زما ډېر خوښېږي.))

درمل وړاندې د محمديار په شعر كې په هنري انداز د مسايلو د جدي طرحو كولو مسلې ته يوه نغوته لري: (( دى پخپل شعر كې د ريا، زهد او تقوا او رياكارو ډېر مخالف دى، كله كله خو داسې خبرې كوي، چې:

واخلئ د تقوا په جنازه كې د ګډون ثواب

ډېر دې هديرې ته د ثواب په نيت د يون ثواب

 يو بل ځاى وايي، چې:

شېخ په طلسمونو د ساده خلكو غلط نه شو

لاس كې يې په چيغو شوې پنځه سوه تسبې ستړې.))

په جدي ډول د جدي مسايلو د طرح كولو له كبله ښاغلى درمل، محمديار په معاصرو ځوانو شاعرانو كې يو باجرئته شاعر ګڼي: (( د شعر كولو لپاره داسې ډېرې خبرې شته، چې د محمديار صاحب جرائت غواړي. ده داسې خبرې په ډېرو شور انګېزو الفاظو كې په داسې ډول ويلي دي، چې زه فكر كوم د همداسې موضوعګانو لپاره همداسې ژبه په كار ده.))

دا هم د محمديار هغه شعر، چې يوه موضوع يې په ډيره جدي او ځيږه ژبه مطرح كړې ده:

لمر ته

لمره دا وارې، چې ډوب شوې

پسې ډوب شه

پسې ورك شه

پسې غيب شه

چې بيا سر راپورته نه كړې.

***

لمره دا وارې، چې ډوب شوې

پسې ډوب شه

پسې ورك شه

پسې غيب شه

چې بيا سر راپورته نه كړې

زما ښځه ده بربنډه

خور او مور مې لڅه پڅه

او ورېنداره مې لغړه

د نازكې لور تنكى نازك وجود مې

ستا د نور په پلوشو كې

د شهوت د مقناطيس وحشي كشش ته

د زرې غوندې جذبېږي

زما د توان مېړانه دومره

د تيارو له جامو پرته

بل سامان راسره نشته

***

لمره دا وارې، چې ډوب شوې

پسې ډوب شه

پسې ورك شه

پسې غيب شه

چې بيا سر راپورته نه كړې

چې بيا سترګه رڼه نه كړې

د محمديار د شعر ډېره زياته او په زړه پورې برخه د ژوند او ټولنيزو مسايلو رانغښتنه ده او دا هغه څه دي، چې د يو شمېر ادبپوهانو له نظر سره په ټكر كې راځي، چې شعر نګه هنر ګڼي او پر دې باور دي، چې هنر التزام نه مني، خو ښاغلى لېوال په دې اند دى، چې شاعر د خپل وخت بچى دى، په كوم ماحول او چاپيرال او كومو حالاتو كې، چې اوسي بايد د هغه انځورګري وكړي: (( دا د ښاغلي محمديار استدلال كېداى شي، چې: كه څوك په هديره كې سندرې ووايي او په جنازه پسې ډولونه ووهي، دا به په هيڅ منطق او په تېره په هيڅ هنري منطق جوړه نه وي، د همدې لپاره موږ د هديرو اوسېدونكي يو او ټول عمر په جنازو پسې روان يو، نو خامخا به دا دردونه، دا ويرونه او دا څړيكې زموږ په شعرونو كې وي.))

د لېوال په اند زموږ د بهير او په تېره د محمديار د شعر يو له په زړه پورې ځانګړنو څخه د جانان له غم سره سره د روزګار د غم انځورول دي: (( موږ په معاصره افغاني حوزه كې يو شمېر داسې شاعران لرو، چې له نګه تغزل، له يوازې عشقي او يوازې عاطفي مسايلو پرته د جانان د غم ترڅنګ د وطن د غم او د قوم د غم انځورونه هم لري.))

دا هم د ښاغلي محمديار هغه شعر، چې په پوره تغزلي انداز كې د وخت خبره رانغښتې:

سر په خندا دې پر اسمان د ګريوانه دي ستوري

بيا دې پاشلي پر لمن دانه دانه دي ستـــــــــوري

شوخې تر پښو لاندې يې نه كړې لږ په پام خوځېږه

تنكي زلمي دي، ښايسته دي، نازدانه دي ستوري

سپوږمۍ رڼا په غېږو غېږو ده راوړې كور ته

ځكه چې نن يې په كاله كې مېلمانه دي ستوري

د سره شفق خوني منګولو كې خواشيني نه دي

لا هم ځلېږي، مېړني دي، پښتانه دي ستوري

د شپې اوښان يې مهار كړي لېږديدلي كاروان

ځي د سبا تر كېږدۍ پورې اوښبانه دي ستوري

سپين سپين غمي دې دي ټومبلي د ښكلا پرښتې

څه پر ليمو، څه پر باړخو، څه پر باڼه دي ستوري

محمديار د خيال پالنګ كې اوچت ځاى وركوم

وړ د درنښت او د عزت دي ډېر درانه دي ستوري

د لفظونو سمه اوډنه او د محلي لهجې كارونه د محمديار د شعر يوه بله ځانګړنه ده، محمديار تر ډېره بريده هڅه كړې، چې پخپلو شعرونو كې د خپلې سيمې لغات او كلمات وكاروي. خو دغه كلمات او لغات د هر شعر له موضوع سره سم غوره كوي، كومه موضوع، چې جدي تومنه لري، په هغه كې يې ژبه ډېره ځيږه وي. پښتون د ده په شعر كې د سوچه كندهاري لهجې د استعمال او كارونې خبره كوي: (( محمديار لكه د نورو كندهاري شاعرانو په څېر كندهاري لهجه په ښكلي انداز او ښه ډول پخپل شعر كې ځاى كړې ده. دلته په دې سيمه كې ډېرى شاعران نه توانېږي، چې دغه كندهاري لهجه په ښه ډول وكاروي، د محمديار ځانګړنه دا ده، چې دغه لهجه يې ښه او ډېر مراعات كړې او ډېر په زړه پورې يې كارولې ده.))

د پښتون په اند دا هغه كمال دى، چې د ده د نورو همزولو شاعرانو په كلام كې لږ ليدل كېږي.

درمل په دې نظر دى، چې محمديار د لفظونو په تناسب او تړاو ښه پوهېږي: (( زموږ په معاصر شعر كې لا هم يو شمېر شاعران د لفظونو ترمنځ تناسب نه شي رامنځته كولى. خو محمديار د لفظونو په تناسب ډېر ښه پوهېږي. دى، چې كله پخپل شعر كې تناسب راوړي نو د لفظونو ترمنځ رابطې او تړاو، متضادې رابطې او همدارنګه پراډاكسونه او د مراعات النظير له لحاظه، چې كومې رابطې دي په شعر كې دغو رابطو ته ډېر زيات متوجه وي.))

درمل د خپلې دغې خبرې د اثبات لپاره وړاندې وايي: (( محمد يار وايي:

يو د بل د غېږې جنتونو ته به ولوېږو

چا كله ليدلى دى جانانه د بېلتون ثواب

دلته په دې بيت كې، بېلتون او يو د بل غېږې ته لويدل دا دوې مخافلې كليمې دي او ثواب او جنت بيا سره يوه همجنسه اړيكي لري. له دې كبله زه فكر كوم، چې كه چېرې د محمديار صاحب د شعرونو كتاب چاپ او د ده له هنر سره خلك اشنا شي،  د ذوق خاوندان بۀ ترې ډېر خوند ترلاسه كړي.))

لېوال له فني اړخه محمديار هغه شاعر راپېژني، چې نوي تركيبونه او انځورونه كاروي: (( محمديار هڅه كوي، چې له نويو سمبولونو، تشبيه ګانو او استعارو څخه كار واخلي.))

دلته به د محمديار هغه شعر په ګډه ولولو، چې نوي تركيبونه او انځورونه په كې ځل وهي:

غزل

نه كيني پر زړو هغه لفظونه كشش نه لري

زړه چې يې د عشق له فشارونو پرش نه لري

درد دى، چې مئين د محبوبې ديدار ته ويښ ساتي

څوك عاشق سړى دې له غمونو تشويش نه لري

سر او مال به ځي خوشال به نه يم كه راپاتې شول

دا د لېونتوب په سلسه كې ارزش نه لري

دا دى د زمان روش د هغو سترګو نور وژني

څوك چې له هر ديد سره سپين سترګى روش نه لري

اور د زړه د وينو به يې ساتي جهنم كوګل

سره ژبه د دې قلم هيڅكله بندش نه لري

يو شمېر شاعران په دې اند دي، چې محمديار د لهجې د كارونې له كبله د پيژندل شوي شاعر عبدالباري جهاني پر پلونو پل ږدي او يا خو هغه چوكاټ تعقيبوي، چې جهاني يې هم د خپلې خبرې د بيان لپاره تعقيبوي، پښتون ورته نظر لري: (( په كوم انداز كې، چې جهاني شعر وايي، ښاغلى محمديار هم هغه لاره تعقيبوي. دا كه د لهجې كارونه وي او كه د تندوتېز بيان راوړل وي.))

خو لېوال بيا په بل نظر دى او وايي، چې محمديار د بيلې لارې شاعر دى او خپله خبره كوي: (( محمديار له خپلو نورو هم مهالو شاعرانو سره په يو څه تفاوت، چې د معاصرو كلاسيكو شاعرانو پر پلونو پل ږدي، خپل استقلاليت لري. زه له همدې كبله په دې باور يم، چې دى د بېلې لارې څښتن دى.))

كله هم، چې د يوه شاعر په باب خبره كېږي، نو تر زياتې كچې پورې د هغه پر هستونو خبرې كېږي، خو يو شمېر شاعران او ليكوال داسې وي، چې نه يوازې د شعر او نثر په ليكلو د خپلې ژبې خدمت كوي، بلكې د خپلې ژبې او فرهنګ د غني كولو او خدمت لپاره ګڼې نورې لارې هم په مخ كې نيسي او وړاندې ځي. محمديار هم يو له همداسې شاعرانو او ليكوالو څخه دى. دى داسې يو ليكوال او شاعر دى، چې په نيم ځان د فرهنګي خدمت لپاره د هيواد هرګوټ ته سر ښكاره كوي. ښايي همدا علت دى، چې دى پر ټولو ګران دى.

اسدالله غضنفر د شلمې پېړۍ د نامتو فيلسوف ژان پل سارتر د هغې خبرې په يادولو سره، چې هر انسان د يوه ځواك څښتن دى او بايد له هغه نه په استفادې سره ځان وځلوي، د محمديار د شخصيت په اړه وايي: (( سارتر وايي، كه يو څوك په پښو شل وي او هغه د فوتبال مسابقه او د ځغاستې سيالي ونه ګټي مسووليت يې پر خپله غاړه دى. دا خو ظاهرا مبالغه آميزه جمله ده، خو د سارتر منظور دا دى، چې هر انسان بايد ځان وځلوي، شرايط معنى نه لري، انسان ډېر عظيم قوت دى او كولى شي، چې خپل ماهيت په ډېر عالي ډول جوړ كړي.))

غضنفر وړاندې وايي، چې د سارتر د دې خبرې په يادېدو سره سم، د  محمديار څېره يې په ذهن كې انځورېږي: (( هغه په غبرګو لكړو ځي، خو زه بې لكړو ځم خو تر ما ډېر سفر كوي. زه به محمديار له بل چا سره نه بلكې له ځانه سره به مقايسه كړم، چېرته چې كومه غونډه وي، ما ته زما دوستان ووايي، چې راځه پلانكى ځاى يا ولايت ته لاړ شو، زړه خو مې غواړي، چې د افغانستان د ادب خدمت وشي، خو كله چې دا څو سوه كيلو متره راپه ياد شي بيا كينم. مګر زه محمديار هميشه په كابل كې وينم او دا هم اورم، چې هغه د افغاني ادب د خدمت لپاره نورو ولايتونو ته هم سر ورښكاره كوي.))

غضنفر دا هم وايي، سره له دې، چې د محمديار ټاټوبى يعنې كندهار يو له ټولو ناامنه ولايت دى او هره ورځ ترې د ژوبلو او مرګونو خبرونه راځي، خو له دې سره د فرهنګ، ادب او تهذيب د پرمختګ لپاره هم ډېر كار كېږي، چې د دې ډېوې په بل ساتلو كې ډېره ونډه د ښاغلي محمديار ده.

غضنفر دې پايلې ته رسيدلى، چې محمديار هغه انسان دى، چې تر خپل شعر او ليكنو ډېر وسيع دى: (( محمديار يوه لويه هستي ده، دى تر خپل شعر او خپلو ليكنو ډېر وسيع دى. زه ورته ډېر احترام لرم، كاشكې د محمديار په څېر ځوانان په دې وطن كې زيات شي.))

په لنډو ټكو كې محمديار زموږ د بهير هغه شاعر او ليكوال دى، چې هم پخپله د افغاني ادب خدمت كوي او هم نور ځوانان دغه خدمت ته هڅوي. كه څه د افغانستان اوضاعو ته په كتنې سره د هغه هستونې تر ډېره اجتماعي او سياسي رنګ لري، خو ښكلا يې په دې كې نغښتې، چې پوره غزليز خوند او رنګ هم لري.

د ده په شعر كې د ډېر سياسي او اجتماعي رنګ شتون د دې ښكارندويي كوي، چې دى د خپل د وخت د حالاتو په نسبت ډېر جدي دى او خپله مينه په دې بڼه څرګندوي.

د لونګو دريڅې نه په مننه