سرپرست حکومت: له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسنی چلند د منلو نه دی

سرپرست حکومت: له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسنی چلند د منلو نه دی


  • 1 کال دمخه (04/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 554

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت روان چلند د منلو نه دی.

د سرپرست حکومت ویاند پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان باید له خپلې خاورې د افغانانو د اېستلو پر پرېکړه غور وکړي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد په امنیتي ستونزو کې ښکېل نه دي.  

د مجاهد په خبره، تر هغې چې افغان کډوال په خپله خوښه او ارامه توګه له پاکستان څخه راوځي، یاد هېواد دې زغم ولري. 

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان افغان کډوالو ته له دغه هېواد د وتلو یوه میاشت وخت ورکړی دی. 

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان افریدي هم ویلي، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید په خپله خوښه له دغه هېواده د وتلو اجازه ورکړل شي. 

ښاغلي افریدي له پاکستان په زوره د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه د نه منلو بللې ده. 

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په پاکستان کې اوسمهال شااوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.