د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرین ډیکر وایي، هېواد یې د افغانانو د بشري حقونو او ثبات لپاره ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړې پرون ماښام پر خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې د یوه خیریه بنسټ د کارکوونکي ټام سټیفاني د وژلو په مناسبت لیکلي، په افغانستان کې د دوی د ځواکونو قربانۍ به هېرې نه شي.
د کرین ډېکر په خبره، ټام سټیفاني په غزني کې یوازې له بزګرو سره مرسته کوله، چې له کروندو ډېر حاصلات واخلي.
سټیفاني په ۲۰۰۷ کال کې په غزني کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شو.