بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي

بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي


  • 1 کال دمخه (05/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 621

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي. 

په سوېلي اسیا کې د بخښنې نړیوال سازمان لنډمهالې سیمه ییزې مرستیالې مشرې نادیه رحمان په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستان دې افغانان په عزت د دوی په هېواد کې ژوند کولو ته پرېږدي. 

نوموړې ټینګار کړی، چې د دوی په زوره ستنول یې ژوند په خطر کې اچولی شي. 

د پاکستان حکومت کابینې هلته مېشتو افغانانو ته ضرب الاجل ټاکلی، چې د روان اکتوبر میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.   

د پاکستان دا پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونو سره مخ شوې او غوښتنه شوې چې باید بېرته یې واخلي. 

تېره ورځ د سرپرست حکومت ویاند هم ویلي، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د حکومت چلند د منلو نه دی او باید پر خپل پلان له سره غور وکړي.