پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند سر ټکوي

پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د پاکستاني پولیسو له ناسم چلند سر ټکوي


  • 1 کال دمخه (05/10/2023)
  • صحت سمسور
  • 669

په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان وایي، د ویزو له پای ته رسېدو او د پاکستاني پولیسو لخوا له ځورول کېدو وروسته اقتصادي هغه ستونزې دي، چې ورسره مخ دي.

دوی د جمهوریت له سقوط کېدو وروسته پاکستان ته راغلي او د خبریالانو له نړیوالو بنسټونو او اړوند سرچینو غوښتنه کوي، چې په دغه برخه کې دې لازم اقدامات وکړي.

خبریال صفت الله محبت چې په ختیځ زون کې د انعکاس راډيو ټلوېزیون سره کار کوه او اوسمهال په پاکستان هېواد کې د جلا وطنۍ شپې او ورځې تېروي وایي، پاکستاني پولیسو د قانوني اسنادو د لرلو له امله نیولی او د پیسو په بدل کې یې خوشې کړی دی.

محبت سمسور نیوز وېب پاڼې ته وویل: (( د پېښور حاجي کمپ هډې ته نږدې د پولیسو چیک پواینټ له ما د پاسپورټ او ویزې پوښتنه وکړه ما ورته پاسپورټ او ویزه ورکړه، هغوی له ما ویزه او پاسپورټ واخېستل او د پولیسو یو افسر چې په موټر کې ناست و هغه ته یې ورکړل او هغه افسر زما پاسپورټ او ویزه له ځان سره قید کړل، زه چې په کوم موټر کې ناست وم هغه موټروان ورسره په زر روپۍ کلدارې خبرې وکړې او چې پیسې مو ورکړې بیا یې زموږ پاسپورټ او ویزه بېرته راکړل، حال دا چې موږ قانوني ویزه لرله خو باوجود د دې یې له موږ پیسې واخېستې)).

زیات افغان خبریالان په پاکستان کې لا هم نورو هېوادونو ته د تګ په تمه، د افغانستان په یو شمېر ګاونډيو او عربي هېوادونو کې شپې او ورځې تېروي.

دوی  د ویزو او پاسپورټونو وخت پای ته رسېدل او نه تمديدېدل، د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پوليسو له لوري ځورول کېږي، د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د کورونو تلاشي، د پوليسو له لوري د نيول کېدو پر مهال د رشوت او پېسو اخيستل او نیول، اقتصادي ستونزې او د کورونو لوړې کرایې هغه ستونزې دي چې په پاکستان کې مېشت خبريالان ترې شکایت لري.

خبریال سید جاوېد شینواری وایي له ډېرو ستونزو سربېره ورته  د پاکستان د ویزې ده چې موده یې ختمه شوې او تر اوسه یې د پاکستان د حکومت لخوا کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی، هغه زیاتوي چې دلته په هېڅ ډاډه زړه نه شي ګرځېدی او که وګرځي هم د پولیسو لخوا ځورول کېږي.

شینواري سمسور نیوز وېب پاڼې ته وویل: ((په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي آر) دې زموږ د خبریالانو کیسونو ته لومړیتوب ورکړي او د دوی د ویزو ستونزو کې دې مرسته وکړي؛ ترڅو دلته له ځورولو او نیولو خلاص شي)).

ډېری خبریالان چې په پاکستان کې اوسېږي په وینا یې دلته د کار حق نه لري او

له دې کبله له خورا اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او ترڅنګ یې ماشومان هم له زده کړو بې برخي دي.

یاد خبریالان له نړیوالو بنسټونو او هغو هېوادونو څخه چې مهاجرین مني غوښتنه کوي د دوی کیسونو ته لومړیتوب ورکړي او ترې د مالي ملاتړ غوښتنه هم کوي.

کله چې جمهوریت ړنګ شو او طالبان واک ته ورسېدل د بندیزو له امله زیات خبریالان دې ته اړ شول چې افغانستان پرېږدي او ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شي.

راپور: صحت سمسور