پاکستان په افغانستان او افغانانو باندې به سیاسي، اقتصادي او ورپسې پوځي فشارونه نور هم زیاتوي تر څو په داخل د افغانستان کې پاکستان پلوه طالبان تقویه او د پاکستان په ضد طالبانو د قدرت د زیاتیدو مخه ونیسي. د موثقو سرچینو له قوله، پاکستان د پخواني جنګي او جهادي قوماندانانو سره اړیکي بیا ټینګې کړي تر څو هغوي ته د جنګ کولو زمینه مساعده او د خپلو وفادارو طالبانو سره یې اړیکي ښې کړي.
دا فشارونه د نیابتي رقابتونو سلسله ده چې هند هم د طالبانو په منځ کې نفوذ پیدا کړې او داسې ښکاري چې د پاکستان ویره ورځ تر بلې په افغانستان کې د پاکستان ضد طالبانو د تقویه نه زیاتیږي.
پخواني جنګي او جهادي قوماندانان د قدرت لاسته راوړلو او زیاتو پیسو د پیدا کولو لپاره د هر ملک د استخباراتو سره پټې معاملې کوي او حاضر دي چې د ملي منافعو په قربانولو سره د همکاري ټټر هغوي ته ووهي. دوی ډیر ژر په کرایه اخستل کیدلې شي او هر چا چې ورته زیاته دانه ورکوله د هماغه ملک په ډیوډیو کې هګې اچوي.
د جمهوریت د سقوط نه روسته معلومه شوله چې هند هم د افغانستان ښه دوست نه دی او په افغانستان کې ارزانه لوبه کوي او غواړي چې نیابتي جګړه د پاکستان سره په افغانستان کې دوام پیدا کړي. هند پاکستان خپل رقیب نه ګڼي خو غواړي چې پاکستان په افغانستان کې مصروفه او جګړه د خپلو سرحداتو نه لرې په افغانستان کې وساتي.
ایران هم کوښښ کوي چې د سافټ پاور تر څنګ نظامي اپشن هم په افغانستان کې وساتي ځکه د سیمې ټول لوبغاړي سره متفاوت اهداف لري او په دې خاطر ځینو پخواني جنګي او جهادي ډلو ته یې د جنګي انسجام شین څراغ ورکړیدی.
د موثقو منابعو له قوله ځینې کسان حتی کوښښ کوي چې هند او ایران په افغانستان کې د پاکستان د ګټو په مقابل کې په شریکه سره همکاري وکړي. په دې لړ کې پخواني جنګي او جهادي قوماندانانو ډیلي او تهران ته سفرونه هم کړیدي.
د سیمې او نړۍ نورو لوی هیوادونه لکه امریکا، روسیه او چین هم خپل اپشنونه لري خو د موجوده حالت یا Status quo سره خوشاله دي. د هغوي رول هم منتفي کیدلې نشي چې هغه جدا بحث دی. د مسکو فارمټ، چین ته د ملا متقي تګ او همداشان د ځینو لوړو پوړو طالبانو اړیکې د امریکې سره یې ښې بیلګې دي.
سوال دا دې چې ایا دا موجوده حالت یا Status quo به تر څو دوام کوي؟ ایا د دې حالت دوام به امکان ولري او که نه؟
دا حالت نه ساتل کیدلې او نه دوام پیدا کولې شي. دوه اپشنونه یا بدیلونه شتون لري:
اول: نیابتي جګړې او رقابتونه به زیاتیږي. افغانستان په اول سر کې او سیمه په دویم پړاو کې به د دغه نیابتي جګړو او رقابتونو لپاره خامخا لویه قرباني ورکوي.
دوم اپشن دا دی چې د طالبانو حاکمه ډله د خپل نیلي نه راښکته او د ملي مشروعیت لپاره کوټلي ګامونه واخلي. دا ګامونه د دروغو باید نه وي لکه چې اوس یې وایي بلکې د یوې پروسې له لارې چې هغه د نړۍ د منل شوو حکومتولې د سیستمونو سره برابره وي، اعلان او حمایت وکړي تر څو ولسي حاکمیت ته زمینه مساعده شي.
زما په اند د اول نه دویم اپشن کې د افغانانو، د سیمې او هم د طالبانو د حاکمې ډلې خیر دی. دویم اپشن که عملي نشي نو اول اپشن پخپله د دویم اپشن ځای نیسي او په هغه حالت کې د افغانانو خیر په جنګونو کې نشته او نه جنګونه د افغانستان د مسایلو د حل لار ده. په افغانستان کې د جنګونو د دوام له امله د سیمې هیوادونه به هم خپل اهداف تر لاسه نشي کړې او دا نیابتي جګړې به دوی ته هم په لویه بیه تمامې شي.
اوس هم لا سر د وخته دی که ورخ یو ځل اوبو یوړ، نو د ورخ تړل به بیا اسانه کار نه وي.