م، م: افغان کډوالو ته باید په خپله خوښه له پاکستانه د وتلو اجازه ورکړل شي

م، م: افغان کډوالو ته باید په خپله خوښه له پاکستانه د وتلو اجازه ورکړل شي


  • 1 کال دمخه (07/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 427

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو په زوره د ویستلو پرېکړه بېرته واخلي او د بېرته ستنېدو بهیر باید په "خپله خوښه او با عزته توګه" ترسره شي.

 

دې دواړو ادارو نن سهار په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چمتو دي چې د افغان وګړو د ثبت لپاره د یوه جامع او دوامداره میکانیزم په جوړولو کې مرسته وکړي. 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان په خپله اعلامیه کې په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې په جبري توګه د افغان کډوالو اخراج ودروي. 

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د کډوالو په زور ویستل د بشر حقونو څخه سرغړونه ده. 

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو دا دوه سازمانونه داسې مهال دا غوښتنه کوي چې پاکستان په وروستیو تر یوې میاشتې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو اعلان وکړ.