لومړی خو دې بيا د ولسمشرۍ مبارک شه!
دا ښه خبره ده چې تاسو پرون وويل چې فساد لږ وي او که ډېر، خو بايد مخه يې ونيول شي. دا دې هم ډېر ښه وکړل چې لږو ډېره پړه دې پر بهرنيانو هم ورواچوله. ځکه چې په دې فساد کې له موږ سره دوی هم له اولې ورځې شريکان دي. دوی له دې هېڅ ځان نه شي خلاصولای. دوی دلته د فساد بنسټ اېښوونکي دي او دا فساد اوس نه، بلکې له ډېر پخوا نه همدوی شروع کړی، خو اوس يې په چل نه پوهېږي چې څنګه يې ورک کړي؟ خير دا کله کله کېږي چې سړی کله خپله ګناه پر بل هم ورتپي. خو ياره يو سوال درته کوم چې ته هم دومره زيات مه لشمي کېږه. لږه متره په ځان کې پيدا کړه. خپل ملت او ولس ته په سپکه سترګه مه ګوره!
تا ته خو پته ده چې زموږ ټولې لوی او غټې مؤسسې خو لومړی د ښاغلي آغا خان سره ټيکه دي. له هغه چا سره چې سودي بنسټونو، معاملو او بانکدارۍ يې ټوله نړۍ تر خپلې بېسارۍ پانګوالۍ لاندې راوستې ده. همداسې ورپسې بيا د امريکا وپنتاګون و بليک واټر، برېتانيا، ناټو او پاتې نورې يې له دې نورو نړيوالو سره دي. تا ته خو بيا هم ښه پته ده چې زموږ هره پروژه چې منظورېږي، نو اول خو پرې دا شرط لګوي چې سمې نيمې به زما وي او پيسې ټولې په دوبۍ کې تحويلېږي. زه دې په دې نور سر نه خوږوم، ان تر دې چې خيرات بيرته پر موږ باندې په سودي ګټه پلورل کېږي.
تاسو ښه خبره وکړه چې د کابل ښاروال زه ښه پېژنم چې هغه يو پاک سړی دی او د هغه ستونزو او مشکلاتو ته مو هم يو ډول اشاره وکړه او ترې په کلکه مو خپله ننګه وکړه. زه دا نه وايم چې خدای مه کړه هغه به په دې معاملو کې ملوث وي. بلکې دا توقع لرم چې خدای دې وکړي چې پکې ملوث نه وي او پاک وجدانه ثابت شي. د اتهام په صورت کې يې بيرته حقوق اعاده شي او هم يې عاملينو ته د قانون سره سمه سزا ورکړل شي چې بيا بل څوک داسې متهم نه شي.
خو ستا له خبرو او اشارو داسې برېښي چې اوس بيا پخپله نوې کابينه کې ښاغلی سيد مخدوم رهين او هغه بل ښاغلی ضرار احمد مقابل بيا له ځان سره ونيسې. ښاغلي صديق چکري خو دې هم يو ځل په غوڅ اکثريت سره د ولسي جرګې له خوا رد شو، خو تا بيا هم ساتلي دي. ان تر دې چې دا ځل خو د حاجيانو پيسې د بيسکټو په دبليو کې ونيول شوې. همدارنګه يو څه وخت مخکې مو د دوبۍ په هوايي ډګر کې ستا لومړی مرستيال او د ولسي جرګې مشر د پينځه مليونه ډالرو او نورو عتيقه اثارو سره نيول شوي ول چې ضبط وحوالات ته هم حواله شوي ول، مګر تاسو د يو تېلېفون له ليارې دا مساله حل کړه. ان تر دې چې افغاني رسنۍ ترې هم ناخبره وساتل شوې او يا يې ورته لاسرسي ونه شوه کړای. خير دلته لږه قدرې شک رامينځته کېږي چې البته دا د رسنيو پورې اړه لري چې ولې يې لاسرسی ونه شو کړای.
ښاغلی ښاروال اوس د suspicion يا بدګومانۍ په حالت کې قرار لري. د هغه په حق کې کومه نيمه زياته خبره له حقوقي پلوه ښه نه ده او بايد د هغه شخصيت او دولتي مقام ته درنښت وشي ترڅو چې ښه سپيناوالی يې وشي. که خدای مه کړه څه خبره پيدا شوه، نو بيا دا د محکمې کار دی چې څنګه خپله فيصله کوي. خو ستاسو يو مخيزه مداخله، ننګه او يا سپارښتنه هم د قضايي سيستم خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. اګر چې زموږ قضايي سيستم لا تراوسه خپلواک نه دی او لا تراوسه د هر ډول سياسي، نظامي، زورواکانو او نورو بهرنيانو تر سيده او ناسيده اغېز لاندې دی. خدای دې وکړي چې دا ځل تاسو هم د خپل وجدان وضمير او څه هم د نورو داخلي او بهرنيو فشارونو لا امله يو څه نسبي اداري اصلاحات پخپله کابينه کې راولئ او يو ښه کاري ټيم ځانته جوړ کړئ بده به نه وي. نور نو تاسو خپله پخپل کار ښه پوهېږئ، خو خلک ستاسو جدي پاملرنه په دې اړه غواړي. خدای دې وکړي چې په دې دويمه دوره کې د مظلوم ملت او خلکو حقوق بيا په يوه او بله پلمه تلف نه شي.