په هرات کې د تېرې ورځې د زلزلو له کبله ۲۰۵۳ تنه وژل شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند نن یو خبري کنفرانس ته ویلي چې په دې پېښه کې تر ۹۲۴۰ نور کسان ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښوودل شوی.
نوموړي دغه راز ویلي چې د زلزلو له کبله ۱۳۲۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د هغه په خپره، لاهم د پېښې له کبله وژل شویو کسانو شمېر وروستی نه دی او ښايي د تلفاتو کچه لوړه شي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال له زلزلو ځپلو سره د افغانستان د کرکټ لوبغاړو په شمول ګڼ شمېر خیریه بنسټونو خپلې مرستې اعلان کړې دي.
اوسني سرپرست حکومت هم له خیرهه بنسټونو غوښتي چې له زلزلو ځپلو سره مرستې وکړي.