اروپايي ټولنه: په دې سختو حالاتو کې د افغانانو لاسنیوی نه پرېدو

اروپايي ټولنه: په دې سختو حالاتو کې د افغانانو لاسنیوی نه پرېدو


  • 1 کال دمخه (11/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 528

 

 

اروپايي ټولنې په هرات کې له زلزله ځپلیو د درې نیم میلیونه یورو پر ارزښت د تازه مرستو ژمنه وکړه.

د اروپا د مدني چارو او د بشري مرستو د عملیاتي خوندیتوب عمومي مدیر ماسیج پوپوفسکي پرون په هرات کې رسنیو ته ویلي چې په دې مرستو کې به خلکو ته سرپناه، د څښاک پآکې اوبه او خوراکي توکي برابر شي.

نوموړي ویلي چې دوی تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او په دې سختو حالاتو کې به یې لاسنیو ته دوام ورکوي.

پرون په کابل کې د جاپان سفارت هم اعلان کړی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د سرې میاشتې ټولنې په غوښتنه په هرات کې زلزله ځپلو ته د خیمو، بړستنو او نورو ضروري توکو مرسته کوي.