د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي د لور نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روښانه افغانستان راتلونکی پر نجونو پورې تړلی دی.
د وېسټ په خبره، افغان نجونې له داسې بد حالت سره مخ دي چې نړۍ کې ساری نه لري.
هغه دغه راز ویلي، له افغانستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځنۍ او ثانوي زدکړو نجونې محرومې نه دي او د دې مسوولین هم اوسنی سرپرست حکومت دی.
په همدې حال کې د بشري حقونو په برخه کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي چې افغان نجونې باید خپلې هیلې له لاسره ورنه کړي.
بل لورته تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې دوی به هیڅکله د افغان نجونو د زده کړو له ملاتړ لاس وانه خلي.
د ډېکر په خبره، افغان نجونې اوس دوی ته د لومړیتوب په توګه پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت وايي، د ښځو پر زده کړو لګیدلي بندیزونه لنډ مهالي دي او د یوې مناسبې طرحې له جوړېدو وروسته به ټولو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي؛ خو د څه باندې دوه کالو په تېرېدو لاهم په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.