د م، م کارپوهان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پلان وځنډوي

د م، م کارپوهان: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پلان وځنډوي


  • 1 کال دمخه (18/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 405

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له پاکستانه غوښتي، چې له دې هېواده په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو د اېستلو پلان وځنډوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په ګډون د کارپوهانو دغې ډلې ویلي، چې پاکستان باید د شااوخوا ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د اېستلو پلان لغوه کړي.   

یادو کارپوهانو د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو اندېښنه څرګنده کړې ده.  

کارپوهانو ویلي، پاکستان اړ دی چې د نړیوالو معیارونو پر اساس هلته مېشتو افغانانو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي. 

پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی، چې ووځي که نه په زوره به یې وباسي.