تر اوږده ځنډ وروسته؛ افغان‌الاصله فرانسوی خبریال له بنده خوشې شو

تر اوږده ځنډ وروسته؛ افغان‌الاصله فرانسوی خبریال له بنده خوشې شو


  • 1 کال دمخه (19/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 487

افغان‌الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي تر اوږدې مودې وروسته، تېره ورځ چهارشنبه د تلې ۲۶مه د سرپرست حکومت له زندانه خوشې شو.  

د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا د نوموړي د خوشې کیدو خبر تایید کړی. 

د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د یوې اعلامیې له خپرولو سره دغه خبر تایید کړی او ویلي چې بهبودي له ۲۸۴ ورځو وروسته را خوشې شوی.

مرتضی بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د جدي پر ۱۵مه کابل کې د سرپرست حکومت له خوا نیول شوی و. 

چارواکو لا د نوموړي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

نوموړی داسې مهال را خوشې شوی، چې لا هم یو شمېر نور فعالان د سرپرست حکومت په زندان کې بندیان دي او برخلیک یې نه دی معلوم.