بادغیس کې یو سړي خپلې دوه مېرمنې وژلې او تښتېدلی

بادغیس کې یو سړي خپلې دوه مېرمنې وژلې او تښتېدلی


  • 1 کال دمخه (19/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 463

سیمه ییزې سرچینې وایي، په بادغیس ولایت کې یو کس خپلې دوه مېرمنې د ښکاري ټوپک په وسیله وژلې دي.

سرچینې ویلي، دغه پېښه نن پنجشنه ( د تلې ۲۸مه) د قادس ولسوالۍ په «حاجي قربان ها» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد قاتل اسماعیل نوم لري او وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

امنیتي مسؤلینو هم پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې د قاتل د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

سرچینې د دغې پېښې علت کورنی تاوتریخوالی ښودلی. 

دا ډول پېښې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې رامنځ ته شوې وې.