په شمالي او سویلي وزیرستان کې له وسله والو په سره نښته کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پېښه تېره ورځ پنجشنبه د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
راپور زیاتوي، چې یوه ډله وسله والو هلته د پوځیانو پر یوې پوستې برید کړی، چې په رامنځ ته شوې نښته کې درې پوځیان او شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ هم خپل لورته اوښتي تلفات منلي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې په وژل شویو وسله والو کسانو کې یو مهم قوماندان هم شامل و.
بلخوا ځایي سرچینو ویلي، چې په سویلي وزیرستان کې هم د یوې نښتې پر مهال یو پاکستانی پوځي وژل شوی دی.
که څه هم تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو هلته وخت ناوخت دا ډول بریدونه ټي ټي پي ډله کوي.