حنفي: پاکستان دې د افغان کډوالو پر اېستلو بیا غور وکړي

حنفي: پاکستان دې د افغان کډوالو پر اېستلو بیا غور وکړي


  • 1 کال دمخه (20/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 419

د رياست الوزرا اداري مرستيال تېره ورځ پنجشنبه ( د تلې ۲۸مه) په افغانستان کې د پاکستان له سفير عبيدالرحمن نظاماني سره کتل دي. 

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي له پاکستاني سفیره غوښتي، چې هېواد یې باید د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړه بیا کتنه وکړي.   

نوموړي ویلي، چې دا ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځ ته کولای شي، چې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

حنفي زیاته کړې، چې دوی د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو او مثبت تعامل غوښتوونکي دي.  

هغه څرګنده کړې، چې په تورخم او سپين بولدک کې دې د افغانانو تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي او دغه راز دې پاکستان کې نیول شوي افغانان له زندانونو خلاص شي. 

په ورته مهال پاکستاني سفیر د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.  

هغه ویلي، چې دوی هڅه کوي ټول هغه مسائل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې رامنځ ته کوي، د تفاهم له لارې حل کړي.