امریکا: پاکستان دې پناه غوښتونکي افغان کډوال له خپلې خاورې نه وباسي

امریکا: پاکستان دې پناه غوښتونکي افغان کډوال له خپلې خاورې نه وباسي


  • 11 مياشتي دمخه (20/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 413

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان او د افغانستان له ټولو ګاونډي هېوادونو غوښتي؛ ترڅو هغه افغانان له خپل هېواد ونه باسي چې د خوندیتوب په لټه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې دوی به ټول هېوادونه وهڅوي چې د نړیوالې پناه غوښتنې په لټه کې افغانانو ته په خپله خاوره کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

نوموړي ویلي، دوی به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او نورو بشري سازمانونو له لارې هغوی ته مرستې هم ورسوي.

هغه  دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې پاکستان له دغه هېواد څخه د کډوالو اېستلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.

امریکا اندېښنه لري، چې دغه هېواد به هغه افغان کډوال هم وباسي، چې نورو هېوادونو ته د تلو په تکل په پاکستان کې مېشت دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا شاوخوا ۸۰ پخوانيو دیپلوماتانو په یو پرانیستي لیک کې د پاکستان له حکومت غوښتي وو، چې افغان کډوالو له خپل هېواد ونه باسي.