د برېتانیا حکومت له خپلو ټولو اتباعو غوښتي، چې افغانستان ته سفر ونه کړي.
برېتانیا نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان امنیتي وضعیت ناوړه بللی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د هوایي ډګرونو او مذهبي مرکزونو په شاوخوا کې د ترهګریزو بریدونو خطر شتون لري.
د برېتانیا د حکومت په اعلامیه کې د برېتانوي وګړو د نیولو د خطر یادونه هم شوې.
سرپرست حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.