افغان او ترکي چاروکي ترکیه کې د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلي

افغان او ترکي چاروکي ترکیه کې د افغان کډوالو پر وضعیت غږېدلي


  • 1 کال دمخه (21/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 425

‏د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د یاد وزارت یو پلاوی ترکیې ته تللی او هلته یې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه د ترکیې کډوالۍ ادارې له مشر سره کتلي دي. 

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې د ستونزو د حل په موخه د یو ګډ کمېسیون پر جوړېدو هوکړې شوې ده. 

خبر پاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو ترکیې ته د سرپرست افغان حکومت کډوالۍ چارو اتشو استول هم اړین بللي دي. 

خبر پاڼه کې راغلي، د ترکیې د کډوالۍ ادارې مسوولین هم نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر کوي.

افغان پلاوی داسې مهال ترکیې ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې ترکیې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

بل لورته پاکستان او ایران هم هلته مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې باید له دغو هېوادونو ووځي، که نه په زوره به یې وباسي.