افغان جګړه او دامریکا لوبه (لومړۍ برخه )


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • میرویس افغان
  • 1250

ددوهمي نړۍ والې جګړې راوروسته دامریکا متحده ایالاتو په نړۍ کې پراخو جګړو ته لمن وهل پیل کړل ، په پټه اوښکاره یې دخپلو ګټوپه خاطر دنړۍ پر ځینوهیوادونو جګړې وتپلې .
په (۵۰) لسیسه کې له (۱۹۵۰) نه نیولې بیا تر (۱۹۵۳) عیسوي کال پوري په کوریا کې سخته جګړه وشوه . ددغې جګړې په اوږدوکې دوه نیم میلیونه کوریایي وګړي مړه او ټپیان شول .
پنځوسمه لسیزه لاپای ته نه ورسېدلې چې د(۱۹۵۹عیسوي کال دسبتمبر دمیاشتي ۲۶ نیته) دویتنام جګړه پیل شوه .
دویتنام جګړه ډیره خونړې وه او د(۱۹۷۵ کال داپریل میاشټي تر ۳۰ پوري يې ) دوام وکړ، اوددغې بدمرغي جګړې له کبله لږ ترلږه تر (۴۴) لکه ډیر کسان ووژل شول . په وژل شویو کسانو کې شا وخوا (۱۵) پنځلس لکه (۸۱) یو اتیا زره جنوبي ویتنامیان ، (۲۰) شل لکه شمالي ویتنامیان ، (۷) اوه لکه کمبوډیا يي وګړي او همداراز دلاوس (۵۰۰۰۰) وګړي هم پکښي شامل دي  .
دویتنام جګړه که له یوې خوا امریکا پیل کړې وه  نو له بلي خوا په دغه جګړه کې له شرموونکې ماتې سره هم مخامخ شول . 
داچې له دوهمي نړې والي جګړې راوروسته امریکا یانو په پرله پسې ډول په هره لسیزه کې پراخو جګړو ته لمن وهلې نو هم داډول دویتنام تر جګړه سمدستي وروسته دوی په افغانستان کې له پخواني شوروي اتحاد سره جګړه پیل کړه .
افغان جګړه چې د(۱۹۷۹ عیسوي کال دډسمبرمیاشتي له ۲۷ نېټې ) څخه پیل شوه تر(۱۵ فبروري ۱۹۸۹) پوري يې دلاکونو افغانانو ژوند واخیست . سلګونو زره افغانان ټپیان شول او همداراز په زرګونو نور لا تر اوسه ورک دي . دافغانستان هغه جګړه که څه هم مخامخ امریکا یانو نه کوله خو ددوی په هڅوپخوانی شوروي اتحاد دې جګړې ته را ټیل وهل شو.
پر افغان خاوره تپل شوې جګړه ظاهرآ دافغانانو په مټ امریکا یانو وګټله او دجګړې تر ګټلو سمدستي وروسته امریکا یانو افغانانو ته شا کړه او دخپل منځي جګړو یوه داسي ویره وونکې لړۍ په افغانستان  کې پیل شوه چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې خپل سري واکمنۍ جوړي شوې .
هغه وو چې په نیوي یمه لسیزه کې وسله وال طالبان راپیدا شول او دافغان جګړې یوه نوې بڼه خپله کړه .
امریکا چې افغان جګړې ته شا کړه سم دستي یې په نیوي یمه لسیزه کې دخلیج جګړه پیل کړه ، دعراق او کویټ دا جګړې لږ وخت دوام وکړ خو پایلو یې په ټوله کې عراقي ولس ته خورا زیات زیانونه واړول .
دداقتصادي بندیزونو له کبله لسګونه زره عراقي ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نیویمه لسیزه پای ته ورسیده  (۹/۱۱) پيښه وشوه او امریکا ته پر افغانستان دیرغل موقع په لاس ورغله اوهغه وو چې په خپل ټول قوت سره یې پر افغانستان برید وکړ او دطالبانو واکمني یې ړنګه کړه .
دامریکا متحده ایالاتودافغانستان جګړه نه وه ګټلې چې (۲۰ مارچ ۲۰۰۳ ) یې پر عراق برید وکړ. دعراق جګړه لا هم تر اوسه روانه ده او له هغې سیمي امریکا دخپلو پښو دسپکولو لپاره لاره هواره کړه او هغه وو چې له عراقه یې دخپلو پوځیانو ایستل پیل کړل . که څه هم امریکا په عراق کې دم ګړی داسي یوه اداره ترشا پریښوده چې ښايي یو څه وخت دوام وکړي البته داسي ښکاري چې دعراق اوسنۍ اداره په تر ډيره په هغه هیواد کې ونه چلېږي .
له عراقه تروتلو وروسته دروان (۲۰۰۹ کال دډسامبردڅلورم په شپه ) ښاغلي اوباما دافغانستان ستراتیژي اعلان کړه . ددغې ستراتيژي له مخي له یوې خوا افغانستان ته (۳۰) زره نور امریکايي پوځ رالېږل کېږي او له بلي خوا به پوره اتلس میاشتي وروسته یعني د(۲۰۱۱ کال په جون میاشت کې) له افغانستانه دامریکا يي ځواکونو وتل پیل شي .
اوس ترټولوموهمې پوښتنېدادي چې ایا په راتلونکو اتلسو میاشتو کې دا ممکنه ده چې امریکا دي په افغانستان کې دالقاعده او طالبانو په خلاف پیل شوې جګړه وګټي؟
سمدستي خو داسي ښکاري چې ځواب ( نه ) دی .
که ځواب (نه) وي نو بیا سیمي ته دلسګونوزرو نورو امریکا يي ځواکونو راتګ څه معنالري ؟
ایا امریکا پر ایران باندي دبرید نیت لري ؟
دلته هم ځواب منفي دی ځکه پر ایران باندي دامریکا برید ناشونی ښکاري ، کارپوهان او سیاست وال داسي اټکل کوي چې امریکا له ایران څخه دعربو لپاره لویه بلا جوړه کړې ده او غواړي چې په دې ډول پر عرب مسلمانانو خپلي ګران بیه وسلې وه پلوري . هغه په دې چې امریکادنړۍ یو هغه هیواد دی چې په پراخه پیمانه وسلې پلوري . دبیلګي په توګه به یې موږ یوازي د(۲۰۰۷ ) کال یادونه وکړو . په دغه کال کې امریکا په نړۍ کې د اوه زره څلورسوه څلور پنځوس (۷۴۵۴)میلیونه امریکا يي ډالرو په لګښت وسله وپلورله . نړۍ وال کارپوهان وايي چې امریکا دخپلو وسلو دپلورلو لپاره دبازارموندنې په موخه لويي لويي جګړې کوي .
له بلي خوا پخپله امریکا دنړۍ ترټولو لوی دفاعي بجټ لري دلته هم دبیلګي په توګه موږد(۲۰۰۸) کال دفاعي بجټ یادولای شو چې ټول ټال شپږسوه اوه(۶۰۷) بلینه ډالر وو. داچې امریکاوسله پلورونکی لوي قدرت دی نودایران ترجګړه ددوی ګټه په دې کې ده چې خپلي وسلې پر عربو وپلوري . دپورتنۍ خبري په نظرکې ساتلو سره ویلای شو چې دایران سره دامریکا جګړه ناشونې ښکاري .
که پرایران باندي دامریکا برید ناشونی دی نوبیا یې هدف چین دی ؟
دلته هم ځواب مثبت نه دی ، ځکه چین دیوه ربرځواک په توګه دنړۍ دیوه هیواد پر سر هم لاس نه دی ایښی آن تردې چې دکوریا پر سر یې هم لانجه ونه کړه . ښکاره ده چې چین دجګړې کولو نیت نه لري . البته داچې چین په سیمه کي ځه رول لري او موخي یې څه دي پر دې په راتلونکو لیکنو کي وږغیږو .
چې چین دجګړې کولو نیت نه لري نو غم روسیې ته جوړدی؟
بیاهم ویلای شوچې (نه) ځکه روسیه تر تقسیم وروسته بیا هغه ځای ته نه ده رسېدلې چې دیوې پراخي جګړې توان ولري البته ددې توان لري چې دایران ،پاکستان اوچین په څیر امریکا ته سرخوږی جوړ کړي .
که امریکا سیمي ته دایران،روسیې اوچین دجګړو لپاره نه وي راغلي نو بیا دلانورو ځواکونو درالېږ.لو هدف څه دی؟
ایا ددوی هدف په افغانستان کې القاعده اوطالبانو ته ماتې ورکول دي ؟
هو، دلته ظاهرآ ځواب هو دی خو په اصل کې ښايي داسي نه وي . ځکه په افغانستان کي خو اته (۸) کاله وړاندي وسله والو طالبانو ماتې وخوړه بیادا طالبان ولي راپیدا شول ؟
دلته ډیری افغانان پرامریکا او دهغوی په مټ پرجوړه شوې اداره نیوکي کوي او وايي چې دامریکا او افغان حکومت ناسمو پالیسیو او دولسي وګړوسره ناسم چلند طالبانو ته لاره هواره کړه او هغوی بیا دهیواد پر ډیره برخه واکمن شول .
ډیری نور وګړي بیا داخبره هم کوي چې دطالبانو په بیا ځواکمنیدو کې دایران ،پاکستان ،روسیې ،چین او دعربو لاس دی . ځیني نور بیا دا اټکل کوي چې ښایی سیمي ته دامریکا دنور پوځ درالېږلو یو هدف به داوي  چې پاکستان بې ثباته کړي .
(دوام لري )
دوهمه برخه هم له موږ سره ولولۍ .
که نیوکه یا وړاندیز لرئ لیکوال ته دهغه پر بریښنا لیک  ولیکئ :
afghan_mirwais@yahoo.com