له دې وروسته؛ مسافر وړونکو موټرو ته د بار لېږدولو اجازه نه‌شته

له دې وروسته؛ مسافر وړونکو موټرو ته د بار لېږدولو اجازه نه‌شته


  • 11 مياشتي دمخه (22/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 441

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر د بار لېږدولو اجازه نه‌ لري. 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست تخنیکي انجنیرانو د کابل په ټولو ترمینلونو کې مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته لارښوونه کړې، چې د يادو موټرو په منځ او د موټر په چت باندې د بارونو له لېږدولو ډډه وکړي.    

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه یې د مسافرو د خوندیتوب او د مسافر وړونکو موټرو د معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره کړې ده.  

دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې د کابل کمپنۍ او پایتخت ترمینل کې د مسافر وړونکو موټرو د چېک او کنټرول پروسې په بهير کې له ځینو مسافر وړونکو بسونو څخه اضافي او غیر معیاري چوکۍ هم لرې کړل شوې دي.