هلمند؛ پر تېلو بار موټر کې اورلګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

هلمند؛ پر تېلو بار موټر کې اورلګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی


  • 11 مياشتي دمخه (22/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 469

ځایي چارواکي وایي، په هلمند ولایت کې په یوه موتر کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.  

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ شنبه (د تلې ۲۹مه) د مارجې ولسوالۍ په «شنغزک» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.  

نوموړي ویلي، یاده اورلګېدنه کې سېپا ډوله موټر، چې ۳۱۸۰ لېټره تېل په کې بار وو، په بشپړ ډول سوځېدلی دی.    

د ریاض د معلوماتو له مخې، په دې اورلګېدنه کې د نغدو پیسو او اجناسو په ګډون، څه باندې پنځه میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.     

هغه ویلي، چې دغه اورلګېدنه په موټر کې د تېلو تر تویېدو وروسته رامنځته شوې ده.