پاکستان کې د اقتصادي بحران اوج؛ پي آی اې پر خپلو الوتکو ترپال کش کړ

پاکستان کې د اقتصادي بحران اوج؛ پي آی اې پر خپلو الوتکو ترپال کش کړ


  • 1 کال دمخه (22/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 524

د پاکستان دولتي هوایي شرکت « پي آی اې» د سختو مالي ستونزو له امله خپلې الوتنې په بشپړ ډول ودرولې. 

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تېلو نه ترلاسه کېدو له امله نن هم ۵۰ الوتکې له الوتنې پاتې شوې دي.  پاکستاني رسنیو ویلي، د پټرولو دولتي کمپنۍ د پیسو نه ترلاسه کېدو له امله «پي آی اې» ته د تېلو ورکړې څخه انکار کړی، چې له همدې امله د دغه هېواد په بېلابېلو هوایي ډګرونو کې الوتکې له الوتنو پاتې شوې دي. 

د پاکستان هوایي شرکت لا په رسمي توګه د «پي آی اې» الوتکو د الوتنو د درېدو په اړه څه نه دي ویلي.  

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو ویلي وو، چې پي آی اې د بهرنیو شرکتونو د زیاتو پورونو له امله د چارو د بندولو له ګواښ سره مخ دی.